جوزف ووټل: امریکا د سولې له خبرو ملاتړ کوي چې مشري یې افغانان وکړي

comments 0

هندوکش – کابل: له ملي امنیت شورا نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل د ملي امنیت شورا له سلا کار حمد الله محب سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي.
دده په وینا امریکا د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو هغه خبرې او مذاکرات ورته د ملاتړ وړ دي، چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.
ووټل همدا راز ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه به د ترهګرو تر موجودیت پورې دوام وکړي.
حمد الله محب ویلي، چې له ووټل سره یې په دې لیدنه کې، د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا، ملاتړ، سولې او ترهګرۍ ضد مبارزې خبرې کړې دي.
دده په خبره ددواړو لورو ترمنځ خبرې ګټورې وې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments