هندوکش – امریکا: د امریکا سنا جرګې د مسلحو قواوو ته په وینا کې د امریکا د پوځ جنرال وویل پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه د ټرمپ تګلاره ناکاموي.
د نوموړي په وینا: که په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه لاړ نه شي د ټرمپ تګلاره به ناکامه شي.
هغه زیاته کړه، تر هغه چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې شتون ولري د ټرمپ تګلاره به بریالۍ نه شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو شتون یاده تګلاره د ناکامۍ پر لور بیولی شي.
نوموړي وویل د تګلارې بریا په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزنو له منځه وړلو سره نږدې اړیکه لري.
هغه زیاته کړه چی، سپينه ماڼۍ باید له اسلام اباد څخه په جدي توګه غوښتنه وکړې، چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له ملاتړ په شا شي.
د نوموړي دغه څرګندونې تر هغې وروسته کیږي چې تړمپ په نوي تګلارې کې ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې سخت اقدامات په نظر کې نیول شوي دي.
فکور نعیمي
جوزف دانفورد: پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه د ټرمپ نوې تګلاره ناکاموي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.