جوزجان کې ۱۰۰۰کورنۍ دجګړې له امله بیځایه شوې دي

comments 0

هندوکش – جوزجان: دجوزجان سیمه ییز چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو دیاد ولایت په منګجیک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۰۰۰کورنۍ په اجباري ډول خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.
دمنګجیک ولسوالۍ ولسوال مطیع الله احسان وایي،چې طالبانو له دریو ورځو راهیسې د دریو کلي اوسیدونکي اړ کړي،چې خپل کورونه پریږدي.
نوموړی زیاتوي،چې دې ولسوالې ته درې غځیدلي سړکونه هم دطالبانو له لوري له منځه وړل شوي او خلک یې له خوراستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments