جوزجان کې طالبانو سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو په زوره ویستلي دي

comments 0

هندوکش ــ جوزجان: د جوزجان ولایت سیمه اییز چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو په مردیان ولسوالۍ کې له سلو زیاتې کورنۍ په زوره ویستلې دي او له کورونو څخه یې د جګړې سنګرونه جوړ کړي دي.
ځايي چارواکي وایي، چې وسلوال طالبان د ملکي وګړو له کورونو څخه په افغان ځواکونو بریدونه کوي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، که طالبان له خپلو ظلمونو لاس وانخلي په وړاندې به وسلواله جګړه پیل کړي.
عاطفه مصمم

Comments