جوزجان کې طالبانو او داعش نښته کړې

comments 0

هندوکش – جوزجان: راپورونه وایي، په درزاب ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري واي، نښته هغه مهال پيل شوې چې دوه ورځې وړاندې داعشیانو د سرپل ولایت لپاره د طالبانو د والي ورور وواژه.
غفوري زیاته کړه چې له دې پېښې وروسته د داعش ډلې یو مهم قومندان ملا غضنفر طالبانو ته تسلیم شوی او اوس هم د دواړو ډلو تر منځ جګړه روانه ده.
د جوزجان والي ویاند زیاتوي چې په دغو نښتو کې ۸ داعشیان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي او د طالبانو د ډلې هم ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
عاطفه مصمم

Comments

Leave a Reply