جوزجان کې زیات داعشیان وژل شوي

comments 0

هندوکش – جوزجان: د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، په بیلابیلو سیمو کې یې داعش ترهګرو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
د والي ویاند وايي ، تېرو دوه ورځو کې د ۷ ازبکستاني وګړو په ګډون ۵۰ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۰ نور نیول شوي دي.
د جوزجان چارواکي وایي، داعش ډله په ځینو سیمو کې فعالیتونه لري، خو افغان ځواکونه یې پروړاندې عملیات کوي او هیڅ موقع نه ورکوي چې یو ځای راټول او لوی غونډې جوړې کړي.
له دې سره د جوزجان ولایتي شورا انديښنه ښودلي چې داعش ډلې په درزآب او قوش تېپه ولسوالیو کې پاخه سنګرونه جوړ کړي.
هلته ځایي خلک له افغان ځواکونو غواړي چې د داعش ترهګرو له شره یې خلاص کړي.
عاطفه مصمم

Comments