جوزجان کې داعش ډلې د طالب وسله والو پنځه غړي وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: داعش او طالب وسله والې ډلې ترمنځ نښتې له امله د طالب وسله والې ډلې پنځه غړي وژل شوي او دداعش دوو غړي ټپیان شوي دي.
دغه څرګندونې د قوش تپې ولسوال امین الله امین کړي دي.
د نوموړي په وینا: خپل منځي نښتې له امله د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې دواړو ډلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زیاته کړه: پیښه کې د داعش ډلې دو غړي ټپیان شوي خو بلخوا د طالب وسله والې ډلې پنځه غړي داعش وسله والې ډلې لخوا وژل شوي دي.
تر اوسه داعش او طالب وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې تردې مخکې طالب او داعش وسله والو ډلو ترمنځ هم نښتې شوي چې له امله یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply