جوزجان کې داعش ډلې دوه قومي مشران په ډزو وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د جوزجان درزآب ولسوالې په پاده سای سیمه کې د سولې بهیر سره یوځاې کیدو په پلمه داعش دوه قومي مخور یې وژلي دي.
والي ویاند وایي د پاده ساې دغه مشران په داسې وقت کې مړه شول چې دوو داعش وسله والو د سيمه ييزو پوليسو له منسوبينو سره په ټيليفوني اړيکه کې ژمنه وکړه چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي.
د جوزجان والي ویاند وويل، دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې دوو داعش وسله والو د سيمه ييزو پوليسو له منسوبينو سره په ټيليفوني اړيکه کې ژمنه وکړه چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي.
د والي وياند محمد رضا غفوري زياته کړه: “دغو کسانو د سيمه ييزو پوليسو منسوبينو ته ويلي و چې دوه سپين ږيري د پاده ساى کلي ته راولېږئ، ترڅو د هغوى په همکارۍ او لارښوونې د درزاب ولسوالۍ مرکز ته داخل شي او کله چې دغه دوه سپين ږيري د پاده ساى کلي ته ځي، د داعش ډلې له دوو کسانو سره مخ کېږي، هغوى سمدلاسه دواړه په ډزو وژني او د پېښې له ځايه تښتي. ”
نوموړې وایي، داعشيانو غوښتل چې سيمه ييزو پوليسو ته په دوکې ورکولو او د خپلو وسله والو په منځ کې د وضعيت په خرابولو بې باوري رامنځته کړي، ترڅو وسله وال کسان يې له دولتي ځواکونو سره د يوځاى کېدو جرئت ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ننګرهار ولایت ناپیژنده وسله والو یو قومي مشر هم په ډزو وژلې وو.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply