هندوکش – جوزجان: د جوزجان قوش تپې ولسوالۍ کې دداعش او طالب وسله والو ډلو ترمنځ نښتې له امله ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د یادو ولایت د امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني رسنیو ته وویل، په جوزجان ولایت کې تر دې وړاندې هم د دواړو ډلو ترمنځ خونړۍ جګړې شوي دي چې له امله یې ګن شمیر وژل شوي دي
د رارسیدلي راپورونه پر بنسټ د داعش ډلې د قوش تېپې دوه قومي مشران هم وژلي او د هلکانو یو ښوونځی یې سوځولی دی.
د جوزجان امنیه قوماندان وايي چې د داعش غړیو له طالبانو څو سیمې نیولي چې په هغو کې د قوش تېپې ولسوالي ګردن او شیردک کلي شامل دي.
د یادونې وړ دې چې داعش وسله والې ډلې تردې وړاندې د جوزجان په قوش تپې ولسوالې کې عزیز الله د عبدالرحمن زوي چې قومي متنفذ او مخور سړې وو طالبانو سره همکارۍ په تور له نیول کیدو وژلې دې.
امیر حسین سلجوقي
جوزجان کې خپلمنځي جګرو کې دداعش او طالب ۱۰۰ غړو ته مرګ ژوبله اوښټې ده

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.