جوزجان کې اتلس کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې

comments 0

هندوکش ـ جوزجان: د جوزجان اقچه ولسوالۍ کې یوې اتلس کلنې انجلۍ ځان وژنه کړې ده.
د جوزجان د ښځو چارو رئیسې نجیبې قریشي رسنیو ته وویل، د اقچې ولسوالۍ دا اوسېدونکې فوزیه نومېده چې له دولسم ټولګي فارغه وه او کار یې کاوه.
د قریشي په وینا، د فوزيې د ځان وژنې علت لا نه دی څرګند، خو په ابتدايي رپوټونو کې څرګنده شوې چې هغې بېګا په توفنګچه ځان ویشتی دی
دا په تیره یوه نیمه میاشت کې جوزجان کې د ښځو د قتل او ځان وژنې څلورمه پېښه ده.
عاطفه مصمم

Comments