جوزجان کی داعش قوماندان پر یوې نجلۍ جنسي تیری کړی

comments 0

32 Views

هندوکش – جوزجان: د افغان امنیتي چارواکو په وینا د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د داعش ډلې یوه قوماندان د یادې ولسوالۍ په مغل القاني سيمه کې يوه نجلۍ تښتولې او پر هغې يې جنسي تيری کړی دی.
د یاد ولایت امنیه قوماندان رسنیو ته وویل،داعش وسله والو له شاوخوا کليو ځينې ښځې وړي دي او هلته ورسره جنسي زور زياتي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ځایي اوسیدونکي د داعش یاد قومندان زید وایي او زیاتوي چې نوموړي د يادې ولسوالۍ نوولس کلنه کوژدن شوې نجلۍ درې ورځې له ځان سره ساتلې او هره شپه يې پرې جنسي تیری کړی دی.
امنیه قوماندان تورن اسماعیل بیا وایي چې، په ياده سيمه کې له دې وړاندې هم ورته ډول پېښې شوي چې د داعش وسله والو له لوري خلک زورول شوي او وخت ناوخت په بېلابيلو نومونو وژل شوي دي.
تر اوسه داعش وسله والو په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments