جوزجان ولایت کې ۲۵تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ــ جوزجان: افغان هوايي ځواکونو د جوزجان ولایت په خانقا ولسوالۍ کې عملیاتو کې ترسره کړي دي، چې په پایله کې ۲۵تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت ځايي چارواکي وايي، چې نوموړي هوايي برید هغه مهال ترسره شو،چې کله افغان ځواکونو د بلخ او جوزجان ولایتونو په لویه لار د طالبانو یو پټنځای کشف او ورسته یې پرې بریدوکړ، چې په پایله کې ۱۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۸تنه نور ټپیان شوي دي.
دوی وايي،چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

Comments