جوزجان: طالبانو او داعش له جګړې لاس واخیست

comments 0

هندوکش – جوزجان: د جوزجان ولایت مقام وايي، په دې ولایت کې ۴ داعشیان او ۱۰ طالبانو سولې پروسې سره یو ځای شول.
د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، تېره ورځ د ملا حکیم په مشرۍ ۴ داعشیان او د حاجي ابراهیم په مشرۍ ۱۰ وسله وال طالبان د سولې پروسې سره یو ځای شوي دي.
دغو وسله والو پخوا د یاد ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د دولت پر ضد ترهګریز فعالیتونه کول، چې د دوی په هڅو یې له جګړې لاس واخیست او سوله ییز ژوند ته یې مخه کړه.
د والي د ویاند د مالوماتو له مخې، دغو وسله والو یو شمېر وسلې هم ځان سره راوړي دي.
نجیبه سروري

Comments

Leave a Reply