جوزجاني: پاکستان دویم اسراییل دی

comments 0

هندوکش – پکتیا : پکتیا کې یو شمېر دیني علماوو وسله والې ډلې تورنې کړي، چې ګنې د افغانانو په وژلو پردیو استخباراتو ته کار کوي.
دیني عالم بهرام الدین جوزجاني چې د ملي دفاع وزارت له لوړپوړي پلاوي سره پکتیا ته تللی و، هلته یې په خبرو کې ویلي چې د پاکستان استخبارات د افغانستان لپاره دویم اسراییل او د افغانستان د ویجاړۍ لامل دی.
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان شعور ګل وايي، په سویل ختیځ زون کې وسله والو خپل تاکتیک بدل کړی او اوس غواړي په افغان ځواکونو موټر بم بریدونه وکړي.
له دې ټولو سره پکتیکا کې هغه سرتېري هم وستایل شول، چې په جګړه کې يې مېړانه ښودلې وه.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply