جوزجان کې قوماندان په ګدون پنځه تنه طالب وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – جوزجان: د افغان امنیتي ځواکونو په نوید پنځه عملیاتو کې د جوزجان په آقینه ولسوالۍ کې د طالب وسله والې ډلې قوماندان په ګدون پنځه تنه وژل شوي دي.
د یوه سیمه ییز اوسیدونکې له خولې د شاهین قول اردو چارواکي وایې چې، دهمدې ولایت اقچه والسوالۍ په قریه جبار کې دطالبانو دمشهورقوماندان ملاخیرالدین لنګ په شمول یې دهغوی پنځه تنه وسله وال وژلي دي.
امنیتي چارواکي وایې چې د نوید پنځه عملیاتو په ترڅ کې د طالب وسله والې ډلې ځیني وسائل هم د دوی لاسته ورغلي اوسیمه یې دهغوی له شتون څخه پاکه کړې ده.
یاده دې وي چې تردې مخکې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د جوزجان په ګدون ننګرهار، لغمان، نورستان، کنر، پکتیا او خوست کې ډیرې طالب او داعش قوماندانان وژل شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply