جورجان کې طالبانو خپلمنځي نښته کړې

comments 0

هندوکش – جوزجان: جوزجان کې د طالبانو خپل منځي نښته کې د قوش تېپې ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې ولسوال وژل شوی دی.
شمال کې د شاهین قول اردو له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د جوزجان ولایت په قوش تېپې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه نښته کې د ملا ګلبدین په نوم د قوش تېپې لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال هم وژل شوی دی.
په جوزجان کې د طالبانو څو ډلې دي چې هر یو یې خپل هدف پسې ګرځي او ډیر کله په ګټو سره نښتي کوي او یو بل ته درنه مرګ ژوبله اړوي.
امیر حسین سلجوقی

Comments

Leave a Reply