جنسي اړیکو په تور دوه ځوانان پروان کې ووژل شول

comments 0

هندوکش – پروان: پلازمینه پروان کې یو هلک او یوه انجلي وژل شوي دي.
ځایي رسنې راپور ورکوي چې نامشروع اړیکو په تور دغه دوه تنه خواجه سیاران کلي کې چې د پروان ولایت اړونده سیمه ده وژل شوي .
دا په داسې حال کې ده چې تردې یوه شپه مخکې یوې ښځې جبل السراج کې ځان وژنه کړې وه چې موضوع په تړاو د ښځې خاوند نیول شوې دې.
ویل کیږي چې ټولنه کې بی ځایه فرهنګ ددې لامل شوې ترڅو خلک عدلې او قضايې څانګو ته مراجعې له پرته صحرایي محکمې دایرې کړې او عام وګړو باندې پرته له جرمه فیصله واوروي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply