جنرال ډنفورډ: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بېړه وتل د هېچا په ګټه نه دي

comments 0

هندوکش ــ امریکا: نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې له افغانستانه د پوځي ځواکونو د اېستلو په اړه د افغانستان د څېړنې د ګروپ په نوم د کانګرس له خوا د مؤظفې ډلې د راپور سپارښتنو ته کتنه کړې.
د دواړو ګوندونو د استازو په ګډون د کانګرس له خوا دې مؤظفې شوې ډلې د ولسمشر جوبایډن ادارې ته سپارښتنه کړې چې له افغانستانه د وتلو بهیر پڅ کړي، د سرتېرو د اېستلو په مسئله کې له طالبانو سره د سولې د موافقې پر اساس د مې د لومړۍ نېټې له مهلت څخه په شا شي او د دې پرځای د امنیت د ښه کېدو تر وخته د امریکايي پوځیانو شمېر نور هم را کم کړي.
کانګرس دې ډلې ته دنده سپارلې چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا له طالبانو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري د ۲۹مې نېټې د موافقې بیا کتنه وکړي.
امریکايي چارواکو ویلي دي چې دې موافقه کې د یوه قید مهالوېش پر اساس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه شوې خو دې ته یې لږه پاملرنه کړې چې طالبان څومره د تاوتریخوالي د کمولو او د امنیت د ښه کولو لپاره پر خپلو ژمنو درېږي.
نیویارک ټایمز د راپور په حواله لیکي چې دا موافقه د افغانستان ثبات له خطر سره مخامخ کوي او د نړیوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې د کورنۍ جګړې احتمال زیاتوي.
ورځپاڼه په دې اړه د کانګرس د مؤظفې ډلې د غړي او د وسله والو ځواکونو د پخواني لوی درستیز جنرال جوزېف ډنفورډ څرګندونو ته اشاره کوي چې وايي، د امریکايي ځواکونو په بېړه وتل د هېچا په ګټه نه دي.
ډنفورډ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې.
ورځپاڼه زیاتوي:
د ټرمپ ادارې ژمنه کړې وه چې په بهر کې د امریکا جګړې به پای ته رسوي، نو ځکه یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د پوځي ځواکونو د کمولو لپاره ټینګار کاوه.
نیویارک ټایمز لیکي چې ناټو ښايي د کانګرس له خوا د دې ډلې د راپور هرکلی وکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټینبرګ پنجشنبې (د سلواغې ۱۶مه) په یوه خبري غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې د دوحې د موافقې پر اساس خپلې ژمنې عملي کړي.
فکور نعیمي

Comments