جنرال رازق د الکترونیکي تذکرو د ویش ملاتړ وکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وایي چې هیله داده چې د الکترونیکي تذکرو ویش لپاره څوګ خنډ جوړ نکړی او دا چاری دی ډیر ژر حل شي.
نوموړي په یوې مطبوعاتې ناستې کې وویل، هر هغه کس چې ځان افغان بولي باید دغه تذکري واخلي او هغه کسان چې په تذکرو کې د افغان د کلمي مخالف دي باید په هکله یې حکومت پریکړه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو ورځو راهیسي د برقي تذکرو لپآره د نوم لیکني او بایومیتریک پروسه پیل شوي چې ګڼ غبرګونونه یي را پارولي دي.
جنرال رازق په داسې حال کې له حکومته ملاتړ کوي چې نوموړې په ورسوتیو کې له مرکزي حکومت څخه په بي اطاعتۍ تورن شوی وو.
د کندهار امنیه قوماندان همدا راز وايي چې یو لړ غیر ملي اشخاص غواړي د افغانانو تر منځ درز واچوي چې دا آرمان به یي پوره نه شي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply