جنرال دوستم هېواد ته راستنیږي

comments 0

هندوکش – کابل: افغان ولسمشر وایي، ښایي ډېر ژر جنرال عبدالرشید دوستم هېواد ته راستون شي.
ولسمشر نن په غونډه کې وویل چې د دوستم مسله حقوقي اړخ لري اولویه څارنوالي پرې کار کوي.
هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو مسله له وړاندې دوام لري خو تېره اونۍ عطامحمد نور او محمد محقق په بلخ کې دولت ته خبرداری ورکړ چې جنرال دوستم راګرځېدو ته زمینه برابره کړي.
تېره ورځ په کابل کې د ترکیې سفیر هم وویل چې له لومړي سره کار کوي چې جنرال دوستم هېواد ته راستون شي.
جنرال دوستم وروسته له هغې ترکیې ته لاړ چې احمدایشچي پرې داعوه وکړه چې جنسي تیری یي پرې کړی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments