جنرال دوستم نن مازیګر کابل ته راځي

comments 0

هندوکش – کابل : ټاکل شوې د ولسمشر لومړی مرستیال نن مازیګر له انقرې کابل ته راشي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، جنرال عبدالرشید دوستم به له راتګ سره سم خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د جنبش ګوند وایي، جنرال دوستم له قید او شرط پرته هېواد ته راځي.
دغه راز جنبش ګوند وایي، د هغه په راتګ سره به په شمال کې روان لاریونونه هم پای ته ورسیږي.
جنرال دوستم له یو کال زیاته موده په تبعید کې تېره کړه.
دوستم د ایشچي په قضیه کې ښکیل و او په ترکیه کې يې میشت و.
عبیدرادپور

Comments