جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

comments 0

هندوکش ـ کابل: جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبورا لاینس سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه د هیواد د عمومي وضعیت په اړه د بحث پر مهال د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي هم اندېښنه څرګنده شوه.
اغلې دیبورا لاینس وویل، د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي او تهاجمي بریدونو زیاتول د سولې روحیې خلاف دی او د بشري حقونو نقض او ملکي تلفات باید رامنځته نشي. همداراز ټینګار وشو چې په افغانستان کې دې د سولې د تامین په برخه کې لازم ګامونه واخیستل شي.
جمهوررئیس غني وویل، د افغان دولت اصلي موخه د تاوتریخوالي او جنګ پایته رسول او د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګښت دی او په دې برخه کې موږ هراړخیز اساسي ګامونه اخیستي دي.
سپوژمۍ پوپلزۍ

Comments