جمعیت ګوند له ارګ سره د هوکړې راپورونه رد کړل

comments 0

هندوکش – کابل: جمعيت ګوند وايي، د عطامحمد نور او ولسمشر تر منځ د موافقې په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي
مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د عطامحمد نور او ارګ تر منځ د بلخ ولايت مقام پر سر راپورته شوي کړکېچ د پای ته رسېدو په اړه د دواړو لوریو تر منځ هوکړه شوې
راپورونو کې راغلي وو چې عطامحمد نور منلې چې له بلخ ولایت مقام څخه لاس په سر کېږي؛ خو په بدل کې به یې د ده د خوښې سړی پر دغه څوکۍ ګمارل کېږي.
خو د جمعیت ګوند ویاند مرستیال او د عطامحمد نور نږدې کس ذبیح فطرت څو شیبې مخکې شمشاد ته وویل چې په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي.
نوموړي وویل چې تر اوسه په خبرو کې هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې او په دې تړاو خپرې شوې ټولې اوازې حقیقت نلري
فطرت په دې تړاو له ډېرو خبرو کولو څخه ډډه وکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply