جمعه به افغان او ایرلنډ لوبډله بیا سره مخ کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان او ايرلنډ سبا غرمه له يو بل سره د پنځوس اوريزو لوبو لړۍ پېلوي.
ټاکل شوې لوبه د هند په دېرادون کې د کابل پرمهال غرمه مهال پېل شي چې نيمايي سيالۍ به د ورځې او نيمايي به د ګروپونو په رڼا کې ترسره شي.
افغانستان او ايرلنډ د همدې اونۍ په پېل کې د شل اوريزو لوبو سيريز د افغانستان په بري پای ته ورساو.
افغانستان په ياد شل اوريز سيريز کې ايرلنډ ته درې صفر ماته ورکړه او له اتو زيات ريکارډونه يې پرې ورجوړ کړل.
د پينځو يوه ورځنيو لوبو سيريز سبا پنجشنبه پېلېږي او د بلې مياشتې په لسمه پای ته رسېږي چې تر څلورو ورځو ارام وروسته به بيا دواړه لوبډلې خپلو کې لومړۍ تاریخي ټيسټ سيالۍ وکړي.
آرش احساس

Comments