جمشید شهابي: بادغیس کې تر څلویښتو ډیر طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – بادغیس: په دې ولایت کې چارواکي وايي چې د یوې اونۍ جګړې په ترڅ کې دوی او وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، په بادغيس ولايت کې د يوې اوونۍ جګړې په نتيجه کې د دولت تر ٤٠ زيات مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

ددې ولایت د والي وياند جمشېد شهابي وايي ، په‌دې جګړه کې افغان پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ولايتي شورا ځينې غړي بيا وايي، په بالامرغاب کې له ١٢ ورځو راهيسې جګړه روانه ده، د دې شورا يوه غړي فريد اخيزي ويلي، د وژل شويو سرتېرو شمېر تر ١٠٠ اوړي.

تراوسه طالبلنو د خپلو تلفاتو اوښتو په هکله څه نه دي ویلي

د سیمه اییزو چارواکو پر وینا په جګړه کې له یوې اوونۍ راهیسې تر دې دمه 12 افغان امنیتي شهیدان شوي او یو شمېر نو ژوبل دي.

امیر حسین سلجوقي

Comments