جمشیدرسولي: تمیم شنسب په قتل او عامه ګډودیو تورن دې

comments 0

هندوکش – کابل: د لویې څارنوالې چارواکي وایي چې د تیمیم شنسب پر دوسیې څیړې بشپړې شوي او ډېر ژر به محکمې ته وسپارل شي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، چې قتل، د عامه نظم ګډوډول او عامه وګړیو ته مالي زیان اړول هغه تورونه دي، چې شنسب او د هغه ۲۰ وسلوال ورسره مخ دي.
هغه زیاته کړې، چې د تمیم شنسب او د هغه د شل وسلوالو کسانو په اړه څېړنې بشپړې شوي او دوسیه به یې ډېر ژر محکمې ته ولیږل شي.
پولیسو د تمیم شنسب او د هغه له وسلوالو کسانو څخه یو شمېر هغه وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي، چې د افغان ځواکونو سره په نښته کې کارول شوي دي.
خلک وایي؛ حکومت باید د خپل حاکمیت لمن پراخه کړي. په ځانګړي توګه د هغو زورواکو او ناقانونه وسلوالو مخه دې ونیسي، چې په پلازمېنه کې امنیت ننګوي او له قانون سرغړونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پولیسو هم ویلي وه، چې دوی غوښتل یو غصب شوی کور د محکمې د حکم له مخې له تمیم شنسیب څخه تر لاسه کړي؛ خو دغه کس خپلو وسلوالو ته امر وکړ او له پولیسو سره یې نښته پیل کړه، چې په کې نه یوازې څو پولیسو او عامو خلکو ته مرګ و ژوبله واوښته، بلکې عام خلک یې هم له مالي زیان سره مخ کړل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments