جماعت الدعوه د پاکستان تندرو ډلو په تور لیست کې وشمیرل شوه

comments 0

هندوکش – پاکستان: د جماعت الدعوه تندوره ډلې چې د پاکستان حکومت مخاله ډله هم بلل کیږي یو ځل بیا پاکستان لخوا د افراطي ډلو په تور لیست کې اضافه شوه.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر اقبال حسن دغه ډله یې یوه پاکستان کې یوه غیر قانوني ډله اعلان کړه.
یاده ډله چې یو له څو افراطي ډلو په پاکستان کې شمیرل کیږي مشرې یې حافظ سعید په غاړه لړي.
تردې وړاندې د جماعت الدعوه مشر (حافظ سعید) هندوستان او پاکستان فشار له امله کور بند کې شپې او ورځې تیرولې چې تردې درې میاشتې وړاندې له بنده آزاد شو.
امریکا او هند په دې باور دي چې جماعت الدعوه تندروه ډله په اصل کې د لشکر طیبه ترهګړه ډله ده چې اوس اوس یې فعالیت بیاځلي له سره نیولې دې.
نړیواله ټولنه، امریکا او هندوستان په دې باور دي چې حافظ سعید د بمبې ۲۰۰۸ ترهګریز برید اصلي لامل دې او له همدې امله یې پر نوموړي د ۱۰ ملیونو ډالرو جایزه ایښې وه.
ویل کیږي چې پاکستان له دې امله جماعت الدعوه په تور لیست کې شامل کړې چې په دې وروستیو کې امریکا پرې له دې امله سخت فشارونه راوړي چې له ترهګرو ډلو ملاټر کوي.
فروزان سیرت

Comments

Leave a Reply