جماعت الاحرار او حزب الاحرار د پاکستان طالبانو غورځنګ سره یو ځای شول

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستاني طالبانو غورځنګ له ډلې دوه جلا شوې ډلګۍ جماعت الاحرار او حزب الاحرار بېرته له دغه غورځنګ سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ.
دا اعلان پرون ( دوشنبې اګست ۱۷ ) وشو، له دې اعلان وړاندې یادو ډلو ځان ځان ته تاوتریخجن بریدونه کول، خو څو ورځې وړاندې یې خپلمنځي اړیکه پیل کړه.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ وايي، د جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني او د حزب الاحرار امیر عمر خراساني د غورځنګ سره په یو ځای کېدو خپلې پخوانۍ ډلې (جماعت الاحرار او حزب الاحرار) ختم اعلان کړې او دا ژمنه یې وکړه چې د دوی ډلې به د پاکستان طالبانو د غورځنګ “شرعي اصولو “ته ژمنې دي.
په رپوټونو کې ویل شوي چې د پاکستان طالبانو غورځنګ اوسني مشر نور ولي د دې ډلو د یو ځایولو لپاره هڅې پيل کړې وې او په تېرو څو ورځو کې نږدې ټول مسلې هوارې شوي دي.
سرچینې وايي، پر ځینې مسلو چې اختلاف و، هغه هم د تېرې یکشنبې په شپه ختم شو.
د پاکستان طالبانو غورځنګ څو ورځې مخکې ويلي و: “د دې ډلو د یو ځای کولو هڅې روانې دي او ژر به ښه زېری واورئ.”
جماعت الاحرار او حزب الاحرار ډلو په اړه ویل کیږي چې د پاکستاني استخباراتو سره کلکې اړیکې لري، او د دوی په فرمایش په افغانستان کې د داعش په نیابت بریدونو کې د دوی ونډه بیخي زیاته ده.
د داعش هغه جنګیالي چې افغان حکومت ته پدې وروستیو کې تسلیم شوي او یا نیول شوي دي، ځینې د همدغه دوو تروریستي ډلو غړي و.
د چارو شنونکي وایي چې پاکستاني طالبان او یا نورې ډلې د ای اېس ای په مدیریت کې دي او ممکن دا نوی جوړښت یې پاکستان د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره وکاروي.
دادان وزیري

Comments