جلال اباد کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې یوه انجلۍ ووژله او یو بل کس یې ټپي کړ.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، چاودنه د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه عیدګا ته څېرمه شوې ده.
د والي ویاند وایي، چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې او یو تن یې ټپي کړی دی.
خو عیني شاهدان وايي، د چاودنې ځای کې یې د یوې انجلۍ جسد هم لیدلی.
چاودنه د ماین پاکۍ یوې موسسې په موټر شوې ده.
فرهاد شهراني

Comments