ځانګړو ځواکونو ځانګړي عملیات کړي

comments 0

هندوکش – کابل: افغان ځانګړو ځواکونو په میدان وردګ، غزني او هرات کې د عملیاتو په مهال شپږ طالبان وژلي او د هغوی وسلې او مهمات یې له منځه وړي دي.
غوڅ ملاتړ لیکلي، د میدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د شویو عملیاتو په مهال یو طالب وژل شوی او په ځانمرګو بریدونو کې کاریدونکی یو واسکټ او د بم جوړولو مواد یې هم له منځه وړي دي.
سرچېنې لیکلي، د غزني قرباغ کې بیا د ایتلافي ځواکونو هوايي برید دوه طالبان وژلي دي.
د هرات زیروخ ولسوالۍ کې بیا ځانګړو ځواکونو عملیات کړي درې طالبان یې وژلي او د هغوی د وسلو یوه زیرمه یې له منځه وړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments