جلال اباد کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه

comments 0

34 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډه کې له خلکو غوښتنه شوې چې د ترهګرۍ پرضد سره یو شي.
سلګونه کسان چې په ختیځ زون کې د جهاد د ارزښتونو د ساتلو شورا له لخوا راټول شوي و، د هر ډول تبعیض او توپیرونو په له منځه وړلو ټینګار کړی.
د افغان ځواکونو په ملاتړ جوړې شوې غونډه کې ولسونو له حکومت غوښتي چې د امنیت په راوستو کې ورته مراجعه وکړي او د ولسونو د ژوند د بهبود لپاره دې برنامې زیاتې کړي.
غونډه کې ویناوالو محب الرحمن مومند ټینګار کړی چې له افغان ځواکونو سره دې د امنیت په راوستو کې مرسته وکړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments