جلال اباد ښار کې داعش نیول شوي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په جلال اباد ښار کې د داعش د ښاري شبکې درې غړي ونیول شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، د سره رود ولسوالۍ په درونټې سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ښاري شبکې درې غړي، هارون،غلام الله او حزب الله ونیول شول.
د خوږیاڼي د مالوماتو له مخې نیول شوو کسانو په ګڼ شمیر بریدونو،ریموټ کنټرول ماینونو برابرولو او چاودونو کې مستقیم لاس درلود او همدا راز یې د یادې ډلې د یو بل مهم تنظیموونکي مهاجر،چې څو ورځې وړاندې ووژل شول، هم له نږدې اړیکې درلودې.
ځلور ورځې وړاندې هم په جلال اباد کې د داعش ښاري شبکې درې غړي نیول شوي و او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی و.
فرهاد شهراني

Comments