جلال اباد: د داعش د ښاري شبکې مسوول ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وايي، په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د ښاري شبکې د بریدونو مسؤل او ماین جوړونکی ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د جلال اباد ښار لپاره د داعش ډلې د ښاري شبکې د بریدونو مسؤل او ماین جوړونکی چې په مهاجر مشهور وو،د مقاومت په پایله کې ووژل شو.
عطاءالله خوږیاڼي د ملي امنیت د ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې وايي چې مهاجر د جلال اباد ښار کرکټ لوبغالي،مستوفیت، پوهنې ریاست او همدا راز په کابل کې ښار کې د ګڼ شمیر تروریستي بریدونو او ریموټ کنټرول ماین جوړونې او چاودونو کې لاس درلود.
د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د مهاجر په کور کې د ټلیفون سره عیار شوې دوه حلقې ماینونه هم کشف او خنثی کړای شول .
فرهاد شهراني

Comments