جلال آباد کې چاودنې خلک ټپیان کړي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د ننګرهار ولایت حج او اوقاف ریاست تر مخه چاودنې عام خلک ټپیان کړي دي.
د خبر له مخې او د هندوکش خبري ویب پاڼې سرچینې په وینا، نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د حج او او قافو ریاست ته څېرمه چاودنه شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په یادې چاودنې کې درې تنه ټپیان شوې دي.
د عیني شاهدانو په وینا چاودنه په یو ډاډسن موټر کې د ځای پرځای شوې ماین له امله رامنځته شوې چې درې تنه یې ټپیان کړي او موټر یې تخریب کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم ننګرهار کې چاودنې شوې وه چې له امله یې ملکي خلکو ته زیان اوښتې وو.
فرهاد شهراني

Comments