جلال آباد کی چاودني پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د هندوکش خبري څانګې ریپورتر فرهاد شهراني وایي چې د ننګرهار ښار په مرکز کې چاودنې دری قومي مشران وژلي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي چاودنه تاییدوي او وایي چې چاودنه نن د غرمې دوولس بجې د جلال اباد ښار د لغمان اډې ته څېرمه د سپين غر پخوانۍ سينما شا ته شوې وه.
د نوموړي په وینا، چاودېدونکي توکي د يوه هوټل د دويم پوړ د استوګنې په يوه خونه کې ځاى پر ځاى شوي وو.
خوږياڼى وايي چې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
تردی دمه د پیښې مسوولیت کومي ډلې په غاړه نه دې اخیستې.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply