جلال آباد: د القاعده شبکې ۵ کسان نیول شوي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: راپورونه وايي، د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د القاعده شبکې غړی رحمت الله د څلور نورو ملګرو سره یو ځای ونیول شو.
د ملي امنیت د مالوماتو له مخې د دې کسانو په نیول کیدو سره په دې ښار کې د ګڼ شمیر تروریستي پېښو مخنیوی وشو.
د ننګرهار ولایت مقام وایي، په همدې حال کې د نورو ځواکونو سره یو ځای د ملي اردو ځواکونو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې په جلال اباد ښار او څېرمه سیمو کې یو داعش وسله وال نیول شوی، تر شپیتو زیاتو د مرمۍ ضد او نورو موټرو تورو ښیښې سپينې شوي،۳۷ میله بېلابېلې وسلې او پنځه جوړه نظامي لباسونه یې هم نیولي دي .
فرهاد شهرانی

Comments