جعل کاران په سزا رسیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د نفوسو د احوال او ثبت ادارې خبرداری ورکړ، هر هغه څوک چې په راتلونکو ټاکنو کې د درغلیو لپاره له تذکرو څخه غلطه استفاده کوي٬ په درې کلو بند به محکوم شي.
د نفوسو د احوال او ثبت ادارې ویاند وروستیو انديښنو ته په ځواب کې ویلي چې هڅه کوي د جعلي تذکرو او دغه راز یو نفر ته د دوه تذکرو د ویش مخه ونیسي، خو که بیا هم څوک دا کار کوي او ونیول شو، عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کیږي.
دا خبرداری وروسته له هغې دی چې ځینې سیمو کې خلک جعلي تذکرې جوړوي او ځینو احتمالي نوماندانو د تذکرو پیردلو ته مخه کړې.
له خلکو غوښتنه دا ده چې نباید د پيسو لپاره خپل په راتلونکی یو نامناسب کس باندې وپلوري.
که څه هم د احتمالي نوماندانو نوم لیکنې ته نږدې یوه میاشت پاتې او کمپاینونو ته تر دې هم زیات وخت پاتې دی، خو ځینو کسانو خپل کار پيل کړی او داسې راپورونه دي چې ځینو سیمو کې احتمالي نوماندان له اوس څخه د درغلیو په فکر کې دي.
خو د ټاکنو کمېسیون ډاډه دی چې ټاکنې به مدیریت کړي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ځان په ګټه درغلۍ وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments