جرګې اداري پلاوی او کميټې بشپړې کړې

comments 0

هندوکش – کابل: لویه مشورتي جرګه چې د سولې لپاره خپل حکومت ته د سولې څرنګوالي مشوره کوي، دویمه ورځ یې د کمیټو ټاکنې او اداري پلاوي ټاکنې وکړې.
د جرګې ګډونوالو سهار لومړی د ۵۱ کميټو لپاره رییسان او منشیان وټاکل او دا ټاکنې پرته له کوم جنجال سر ته ورسیدلي.
له دې وروسته د جرګې ګډونوالو د جرګې د څلور مرستیالانو او څلور منشیانو لپاره هم ټاکنې وکړې چې په شفاف ډول د نظارت کوونکو تر نظر لاندې ترسره شوې.
د مشورتي جرګې په دویمه ورځ نور کارونه خلاص شول او دریمه ورځ به مشورې پيل کړي چې له طالبانو سره څرنګه سوله وشي.
د جرګې اکثره ګډونوال د جګړې قربانیان دي او ټول خوښ دي چې حکومت یې نظر ته درناوی کوي او په ازاد ډول به خپل نظر څرګند کړي.
ټاکل شوې جرګه دوه نورې ورځې دوام وکړي او که مشورې بشپړې نه شوې، ممکن پنځمې ورځې ته هم وغځیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments