جرګه کې فرمایشونه نه چلیږي

comments 0

هندوکش – کابل: که څه هم افغان دښمنه کړیو او مغرضو اشخاصو هڅه وکړه چې د جرګې د ګډونوالو تر منځ جنجالونه راپورته کړي او ګډوډي جوړه کړي، خو په دې کار بریالي نه شول.
ځینو هغو کسانو چې اعتراضونه یې کړي و، اعتراضونه یې واویدل شول او پرته له دې چې جنجال اوږد او پراخه شي، مخه یې ونیول شوه.
جرګې ځینو غړو انتخابات غوښتل او دارالانشاء ورته زمینه برابره کړه چې ټاکنې وکړي او په دې سره مغرضو کړیو ته چانس ور نه کړل شو چې جرګه کې ګډوډي رامنځ ته کړي.
د جرګې ګډونوال وایي، خلکو د استازیتوب لپاره رالیږلي او دوی به پوره هڅه وکړي چې بې طرفه او معقول نظرونه وړاندې کړي چې سولې ته یې ورسوي.
د جرګې ټول غړي خوښ دي چې په ازاد ډول ګډون کوي او هیچا یې خبرې نه دي سانسور کړي او وضعیت ته په کتو باور لري چې نظرونه به یې هم سانسور نه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments