جرګه: د ملي امنیت رییس دې نه استیضاح کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت د رییس د استیضاح پرسر وکیلانو یو بل ته خبرداري ورکړل.
د ولسي جرګې غړي حاجي نذیر احمدزي او ډيرو نورو وکیلانو د جرګې رییس ته خبرداری ورکړ، چې د ملي امنیت رییس ناقانونه استیضاح شوی او که استیضاح یې بیرته وا نه خیستل شي، جرګه کې به ګډوډي رامنځ ته شي.
ځینو نورو وکیلانو هم خبرداری ورکړ، چې هیڅوک نه شي کولای د عقدې له مخې د هېواد په ناسم امنیتي او سیاسي وضعیت کې د ملي امنیت رییس استیضاح کړي.
عبیدالله بارکزی وایي، استیضاح د سلیقوي چلند له مخې کېږي او چا ته اجازه نه ورکوي چې په جرګه کې صندقونه کېږدي.
ولسي جرګه کې لومړي مرستیال همایون همایون د خپلې ډلې لاسلیکونه راټول کړي او له حکومت د غچ اخیستو لپاره یې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي د استیضاح پریکړه کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments