جرمني هڅه کوی چي د سولي دبین الافغاني غونډي کوربه توب وکړي

comments 0

هندوکش- کابل: جرمني د برلین بین الافغاني ناسته د امریکا په مرسته جوړوي او د دغه هېواد برګ هاف بنسټ پکې تسهیلاتي رول لري.
دې موسسې د دوحې تر بين الافغاني ناستې مخکې د سولې عالي شورا په دفتر کې د یادې ناستې ګډون کوونکو ته روزنه ورکړې وه.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل هم په کابل کې له یو شمېر افغان سیاستوالو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او په دې ناستو کې یې په افغان سوله کې د جرمني پر رول خبرې کړې دي.
سپوژمي پوپلزي

Comments