جرمني له ترکیې خپل ملاتړ اعلان کړ

comments 0

هندوکش – ترکیه: د ترکیې خبري سرچینه انادولو خبر له مخې د جرمني لومړۍ وزیرې ویلي چي په ترکیه کې اقتصادي بې استقراري د هیچا په ګټه نده.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل د نړۍوالو کرسیو پر وړانډې د ترکي لیرې د ارزښت د لاسه ورکولو په اړه ارزونې وکړې.
هغې وویل چې په ترکیه کې د اقتصادي پلوه بې استقراري د هیچا په ګټه ندی. جرمني د اقتصادي پلوه د مرفع ترکیې لیدل غواړيږ
د بله پلوه د جرمني د حکومت ویاند ستیفن سیبرت خبري رسنیو ته ویلي دي چې په ترکیه کې د اقتصادي پلوه استقرار د جرمني په ګټه دی. برلین د ترکیې اقتصاد او وروستي پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي.
همداشان د ایټالیا د لومړي وزیر سلاکار بیا ویلي دي چې کیدای شي هیواد يي لکه د ترکیې په څیر د اقتصادي بریدونو لاندې راشي.
محمد امان دوران

Comments