جرمني د یو کال لپاره افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدید کړ

comments 0

هندوکش ــ جرمني: جرمني په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې خپل ماموریت د یوه کال لپاره تمدید کړ.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د هیواد پارلمان یې د ناټو په مشرۍد قاطع ماموریت په چوکاټ کې د جرمني د ماموریت موده د ۲۰۲۱ کال تر مارچ میاشتې پورې وغځوله.
د پوتزل په خبره، دا کار په څرګند ډول ښيي، چې جرمني افغانان د سولې او ثبات د هڅو په لاره کې یوازې نه پرېږدي.
یاده دې وي، چې جرمني د افغانستان په جګړه کې د ناټو له مهمو بسپنه ورکوونکو څخه شمېرل کېږي او په داسې حال کې یې د ماموریت موده غځېږي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ باید په راتلونکو څوارلس میاشتو کې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي.
محمد حنیف بیدار

Comments