جرمني د همکاریو بل کنفرانس ته چمتووالی ښودلی

comments 0

هندوکش – کابل: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي، جرمني چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې د بن درېیم کنفرانس جوړ کړي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکوماس د بن درېیم کنفرانس د جوړېدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، تر اوسه د بن درېیم کنفرانس د جوړېدو په تړاو ترې رسمي غوښتنه نه ده شوې، خو په وینا یې که افغان حکومت د اصلاحاتو او د سولې خبرو لپاره د دې کنفرانس د جوړېدو غوښتنه وکړي، جرمني یې دایرولو ته چمتو دی.
هایکو ماس ویلي، نشي ویلی، چې اوس د دې کنفرانس د جوړېدو شرایط برابر دي او که نه؟ خو دوی چمتو دي، چې د اصلاحاتو، سولې او اساسي قانون کې د تغییر لپاره د افغان حکومت د غوښتنې په اساس دغه کنفرانس جوړ کړي.
جرمني د امریکا او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي، خو وایي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې باید پیل شي.
په ورته وخت کې جرمني، له افغانستان سره؛ د ۴۳۰میلیونه ډالرو کلنۍ مرستې ژمنه هم وکړه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments