جرمني د نورو مرستو ژمنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: تیر مازدیګر د افغانستان او پاکستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارکوز پوتزریل له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې لیدلي دي.
د المان ځانګړي استازي د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بین الافغاني مذاکراتو څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی.
دغه راز هغه افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
ولسمشر غني په بېلابېلو برخو کې د المان د همکاریو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې د سیمې هېوادونه د سیمې د پراختیا او ثبات لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
سپوژمی پوپلزی

Comments