جرمني د سولې په تړاو کنفرانس جوړوي

comments 0

هندوکش – جرمنی: په ورته وخت کې د جرمني حکومت ویلي، د افغان سولې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب ته چمتو دی.
د جرمني چارواکو ویلي، په ‌دې کنفرانس کې د طالبانو استازي هم ګډون کولای شي.
دغه راز تیره ورځ جرمني په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت د یو کال لپاره نور هم وغځاوه.
جرمني رسنیو دا خبرې د هغه سند پر اساس کړي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د پارلمان غړو ته استولی دی.
په سند کې ویل شوي، چې حکومت تیار دی د طالبانو په ګډون د افغانستان په شخړه کې د ښکېلو خواوو استازي خبرو ته وروبولي او د پيترس بورګ کنفرانس په څېر یوه بله غونده جوړه کړي.
په ‌دې سند کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د یوې برخې یا ټولو د وتلو پر امکان هم خبرې شوي دي.
محمد امان دوران

Comments