کریګ وایټ: مجیب ځدران یو غوره توپ اچوونکی دی

comments 0

هندوکش – انګلستان : د همشایر کرېکټ کاونټي مشر کریګ وایټ وروسته له هغې چې مجیب د انګلستان د شل اوریزو (T20 Blast) سیالیو ته ونیول شو وویل “مجیب ځدراڼ د ای پي اېل تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی”.
مجیب ځدراڼ چې اوسمهال 17 کاله عمر لري د هند تجارتي لیک سربیره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې غړیتوب هم لړي
نوموړې چې اوسمهال د هندوستان په تجارتي سیالیو کې لوبیږي تردې مهال ډیر ښه ځلیدلې او توانیدلې ښيې وکتې ترلاسه کړي.
مجیب ځدراڼ په ای پي ایل کې له کېنګز اېلېون پنجاب سره لوبېږي او په ۱۱ لوبو کې یې ۱۴ کسان سوځولي.
دی یو مهال تر ټولو ډېرې ویکټې اخیستونکی هم شو.
د همپشایر کرېکټ مشر کریګ وایټ ویلي مجیب یو غوره توپ اچوونکی دی، دی ډول ډول توپونه اچولی شي او هغوی چې د ده توپ ته درېږي تر ډېره یې په توپ نه پوهېږي.
مجیب ځدراڼ به له راشد خان او محمد نبي وروسته درېیم افغان لوبغاړی وي چې د انګلستان په شل اوریزو لوبو کې به برخه اخلي. راشد له سسېکس او نبي له لېسټر لوبډلو سره لوبېږي.
له دې مخکې مجیب ځدران د بنګله دیش په لیګ کې او په لومړي لس اوریزو سیالیو کې هم په اماراتو کې لوبېدلی دی.
آرش احساس

Comments