جاپان کې واکمن ګوند ټاکنې وګټلې

comments 0

هندوکش – جاپان: د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې په غوڅ اکثریت د دغه هیواد ټاکنې وګټلې.
د آبې ګوند د پارلمان ۸۰ سلنه څوکیو په ترلاسه کولو سره دغه ټاکنې ګټلې دي.
د آبې له ګټلو وروسته چین د مبارکۍ د پیغام استولو سره یوځای له جاپان وغوښتل چې د سولې لار غوره کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جېن شوانګ وویل؛ جاپان دې له چین سره کړو هوکړو ته ژمن پاتې شي او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې هڅه وکړي.
چین څو ورځې وړاندې د کانګرس په غونډه کې هم له جاپان سره د ښو اړیکو د ټينګښت په اړه خبرې کړې وې.
وحید امان

Comments

Leave a Reply