جاپان په افغانستان کې د ناکامورا د خدماتو ستاینه کړې ده

comments 0

هندوکش ــ جاپان: د جاپان حکومت په افغانستان کې د ناکامورا د خدماتو د درناوي په خاطر د هغه کورنۍ ته دولتي ستاینلیک ورکړی دی.
د جاپان لومړي وزیر شینزو آبې په دغه مراسمو کې د خبرو پر مهال ویلي چې ناکامورا د جاپان او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په جوړولو او پراخو عامه خدماتو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
نوموړي ویلي چې د جاپان حکومت د هغه د کارونو قدر او درناوی کوي او د هغه کورنۍ ته دولتي ستاینلیک ورکوي. دولتي ستاینلیک په جاپان کې ځینو ځانګړو او بشرپالو شخصیتونو ته ورکول کېږي.
تیتسو ناکامورا جاپانی الاصل افغان وګړی و چې په ننګرهار ولایت کې یې له کلونو راهیسې په عامه برخه کې خدمات ترسره کول.
تيتسو ناکامورا څه موده وړاندې په ننګرهار کې ووژل شو او دې مسئلې د ټولو نړیوالو او عامو افغانانو سخت غبرګونونه وپارول.
محمد امان دوران

Comments