جاپان د ناکامورا پاتې پروژې بشپړوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان په ختیځ کې د جاپاني مرسته کوونکي تتڅو ناکامورا له وژل کېدو وروسته، په کابل کې د جاپان سفارت تمه ښودلې چې د هغه د بیا رغونې کارونه به دوام ولري. ډاکتر ناکامورا شپږ ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت کې له پنځو تنو نورو همکارانو سره یو ځای ووژل شو.
د هغه مړینې په افغانستان کې د ننه او د نړۍ نورو برخو کې هم پراخ غبرګونونه راوپارول.
په کابل کې د جاپان سفیر میټسوجي سوزوکا په یوه غونډه کې د ناکامورا وژنه غیري انساني عمل وباله او ویې ویل چې هغه د افغانستان خلکو ته اتل او د جاپان ملت لپاره د ویاړ وړ کس و.
کابل کې د جاپان سفیر وایي، هېواد یې تل د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی
د جاپان سفیر دا خبرې په کابل کې هغې غونډې ته وکړې چې د ملي ثبات په نامه یوې ټولنې جوړه کړې وه.
عبید رادپور

Comments